اېران په اتومي لوظنامه عمل كوي۔ آئي اے اي اے

ويانا 11 جون (اے پي پي﴾ د اتومي توان نړيوالې ادارې آئي اے اي اے مشر وئيلي دي چې اېران په اتومي لوظنامه په مكمل توګه عمل كوي۔ د دې نړيوالې ادارې مشر يوكيا امانو د آئي اے اي اے د ګورنرانو د بورډ غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې په اتومي څانګه كښې د سم حقيقت پته لګولو لپاره اتومي لوظنامه ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل چې د اېران د اتومي چارو څارنه د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې شوې۔ د يادونې وړ ده چې د دې ادارې د بورډ غونډه تېره ورځ د آسټريا په پلازمينه ويانا كښې پېل شوې كومه به چې د جمعې تر ورځ روانه وي۔