اسحاق ډار وطن ته راوستو لپاره برتانيې سره د تفاهم په يادښت لاسليك شوې ٬ اسحاق ډار به ډېر زر په پاكستان كښې وي۔ شهزاد اکبر

APP71-18 ISLAMABAD: June 18 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan and Special Assistant to PM on Accountability Shahzad Akbar jointly addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د وزیراعظم احتساب لپاره خاص مرستيال شهزاد اکبر وئيلي دي اسحاق ډار وطن ته راوستو لپاره برتانيې سره د تفاهم په يادښت لاسليك شوې ٬ اسحاق ډار به ډېر زر پاكستان كښې وي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د اطلاعات خاص مرستيالې ډاكتر فردوس عاشق اعوان سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل اسحاق ډار وطن ته راوستو لپاره برتانيې سره د تفاهم په يادښت لاسليك شوې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د اسحق ډار به ډېر زر خبريالانو سره ملاقات وكړې شي۔