ګوادر كښې د ترهګرو بريد په ناكامه كولو ټول قام امنيتي ځواكونو ته سلام وړاندې كوي۔ اعلی وزير عثمان بزدار

لاهور۔12 مئی(اے پی پی) اعلی وزير عثمان بزدار د ګوادر په هوټل د ترهګرو بريد په ناكامه كولو د امنيتي ځواكونو جرات او مړانه ستائلې او شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ اعلی وزير د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ اعلی وزير د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم كړې۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو مړانې سره د ترهګرو ناوړه ارادې ناكامه كړې دي او قوم د شهيدانو مړانې ته سلام وړاندې كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې د امن ودې له د شهيدانو سترې قربانۍ د هېرولو نه دي۔ ده ووئيل زمونږ ټولې خواخوږۍ د شهيدانو خپلوانو او ژوبل شويو كسانو سره دي۔