کانګو كښې د اګست نه تر اوسه اېبولا وائرس څخه 1200 كسان مړه شول

کنشاسا 20 مئي (اے پي پي) کانګو كښې د اېبولا وائرس وباء له امله د اګست مياشتې نه تر اوسه 1200 نه زيات كسان مړه شوې دي۔ د کانګو صحت وزارت خپل ټوئټ كښې وئيلي دي د مئي تر 19مې نيټې كال 2019 د اېبولا وائرس 1816 كېسونه رجسټرډ شوې چې پكښې 1728 كسانو كښې د اېبولا وائرس تصديق شوې چې پكښې 1209 كسان مړه او 428 ښه شوي۔ د يادونې وړ ده كانګو كښې د 40 كالو په مهال د اګست په وړومبمۍ نيټه كال 2018 كښې په لسم ځل د اېبولا وائرس وباء اعلان كړې شوې ٶه۔ ياد شوې وائرس د ځناورو نه بنيادمو ته خپرېږي او د صحت نړيوالې ادارې د يوې اندازې له مخې دې رنځ څخه د ځپليو كسانو د مرګ شمېره 50 فيصده ده