چین زمونږ خوږ ملګرے او ډېر مضبوط شراكت دار دے٬ پاك چين دوستي زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه ستن ده۔ د خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي

بشکېك 22 مئي (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چین زمونږ خوږ ملګرې او ډېر مضبوط شراكت دار دے٬ پاك چين دوستي زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه ستن ده٬ مونږ ته كه د قامي سلامتيا معاملې رامخې ته وي يا د سيمه ايز امن او استحكام خبره وي نو د چين كردار تل د ستائنې جوګه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په مهال د چين خپل همڅنګ وانګ ژي سره خپل خاص ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او منطقه كښې د امن او امان په صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي د چين خپل همڅنګ ته د بېلټ اېنډ روډ دوېم فورم په كاميابۍ مباركي وركړې۔ د ملاقات په مهال د چين خارجه وزير ووئيل د دې فورم كاميابي د نړيوالې ورورولۍ د چين په پاليسو د باور څرګندونه ده۔ خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي د چين خپل همڅنګ ته د چين په 70مې جمهوريه ورځ مباركي هم وركړه