پانامه كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول

پانامه سټي 13 مئی (اے پی پی)پانامه كښې د 6.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي چې په نتيجه كښې يې پنځه كسه ژوبل شوي۔د پانامه جغرافيائي سائنس پوهنتون له مخې په رېكټر سكيل د زلزلې شدت 6.3 رېكارډ كړی شوې او دې مركز پورټور مليس ښار څخه 22 كلوميټر لرې ؤ ۔د امريكې جيولوجيكل سروے له مخې د زلزلې مركز 37.3 كلوميټره په زمكه كښې دننه ؤ ۔د پانامه انتظاميې له مخې د زلزلې له امله په ژوبل شوو كښې ماشومان هم شامل دي