پاكستان كوېت سره خپلې پخوانۍ او د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې د اقتصادي همكارۍ د لارې لا مستحكم كول غواړي۔ دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د كوېت دوهم وزيراعظم او خارجه وزير شېخ صباح خالد الحماد الصباح سره خبرې

اسلام آباد ۔ 19مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان كوېت سره خپلې پخوانۍ او د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې د اقتصادي همكارۍ د لارې لا مستحكم كول غواړي۔ دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ ده دا خبره د اتوار په ورځ كوېت سټي كښې د كوېت دوهم وزيراعظم او خارجه وزير شېخ صباح خالد الحماد الصباح سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښی او په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل پاکستان كوېت سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او د پاكستان حكومت او اولس د كوېت امير لپاره زړونو كښې د احترام جذبه لري۔ ده ووئيل پاكستان كوېت سره خپلې پخوانۍ او د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې د اقتصادي همكارۍ د لارې لا مستحكم كول غواړي۔ دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ خارجه وزير د پاك او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي اوسنۍ وضعې په مهال د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو او د هندوستان لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو په ضد په غږ پورته كولو د كوېتي همڅنګ مننه وكړه۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د كوېت په تعمير او پرمختګ كښې 100 زره څخه زيات پاكستاني وګړي خپل كردار ترسره كوي۔ دې نه ځانله خليج كښې مېشته د لكھونو په شمېر پاكستاني د كوېت ماركيټ ته رسنه غواړي ولې د وېزې پابندۍ ددوئي په لار كښې خنډ دي۔ كوېتي خارجه وزير په د مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دې۔ د كوېت تعمير او پرمختګ كښې د پاكستاني كميونټۍ خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته باور وركړو چې هغه به د وېزې په اړه بندېزونو ته بيا كتنه وكړي او پاكستان سره به هره ممكنه مرسته وكړي