وزیراعظم عمران خان سره د محمد علي نیکوکارہ په مشرۍ كښې د هاورډ كلب آف پاكستان پلاوي وليدل ځوانان هېواد ته د پېښو مسئلو په بشپړه توګه ادراك لري٬ د ځوانانو ګډون نه غېر به د پرمختګ عمل نېمګړې وي۔ وزیراعظم عمران خان

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په دې خبره د اطمينان څرګندونه كړې ده چې ځوانان هېواد ته د پېښو مسئلو په بشپړه توګه ادراك لري٬ د ځوانانو ګډون نه غېر به د پرمختګ عمل نېمګړې وي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د هاورډ كلب آف پاكستان صدر محمد علي نېكوكاره په مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ په پلاوي كښې نادیه ناویواله، کامران کمال، عفنان کریم کنډي، پیر سعد احسن الدین او آفتاب حېدر شامل وو۔ د ملاقات په مهال سناتور فېصل جاوېد هم موجود ٶ۔ پلاوي وزیرِ اعظم ته د هېواد د معيشت بهترۍ ٬ د پوځداري مقدمو په اړه د انصاف په طريقه كار (پوځداري نظام انصاف)٬ د توان څانګې٬ د نقل و حمل (لاجسټكس) ذريعو بهترۍ٬ د تعليم په نظام كښې اصلاحات٬ د هېواد قامي تشخص رامخې ته كول او د هېواد سېلګري په نړيواله كچه معرفي كولو په ډول د مهمو معاملو په اړه وزیراعظم ته خپل تجويزونه وړاندې كړل۔ وزیراعظم د پلاوي سفارشاتو ستائنه كولو سره ووئيل ځوانان د هېواد رښتنې اثاثه دي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت به د دې مسئلو هواري لپاره د ځوانانو لخوا د وړاندې كړې شويو تجويزونو هركلې كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د ځوانانو ګډون نه غېر به د پرمختګ عمل نېمګړې وي