وزیراعظم عمران خان د شوکت خانم مېموریل ټرسټ روغتون فنډ رېزنګ دستوره كښې د عطيات وركوٶنكو مننه وكړه

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د اسلام آباد شوکت خانم مېموریل ټرسټ روغتون كښې په فنډ رېزنګ دستوره كښې د عطيات وركوٶنكو مننه كړې ده۔ د ګل په ورځ خپل ټوئټ كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل زه تېره شپه شوکت خانم مېموریل ټرسټ روغتون فنډ رېزنګ روژه ماتي دستوره كښې د ډونرز مننه كوم چرته چې رېكارډ شل كروړه روپۍ جمع شوې دي