ملګرو ملتونو د سعودي په آئل پمپنګ اسټېشن د ډرون بريد غندنه وكړه

ملګري ملتونه 16مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو د سعودي په آئل پمپنګ اسټېشن د ډرون ترهه ګرو بريدونو سخته غندنه كړی ده ۔د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې يو پرېس كنفرنس ته د ادارې وياند سټيفن دوجارك ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيوګوټرش د سعودي عرب دوه آئل پمپنګ اسټېشنو باندې د ډرون ترهه ګرو بريدونو سخته غندنه كولو سره وئېلي دي په سوېلين انفراسټركچر دا بريدونه د بشري حقونو نړيواله خلاف ورزي ده۔وياند ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د متحده عرب امارت په ساحل په تجارتي آئل ټينكرزد بريد غندنه وكړه او په دې پیښې په لا پلټنو كولو ئې زور راوړو۔