مخدوم شاہ محمود قرېشي د شنګهائي مرستي تنظيم خارجه وزيرانو سره د كرغزستان اولس مشر سورن بې جان بېكوف سره وليدل

بشکېك 22 مئي (اے پي پي) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي د شورو په ورځ د شنګهائي مرستي تنظيم خارجه وزيرانو سره د كرغزستان اولس مشر سورن بې جان بېكوف سره د بشكېك په صدارتي محل كښې ليدلي دي ۔ د کرغزستان اولس مشر سورن بے شنګهائي مرستي تنظيم خارجه وزيرانو صدارتي ماڼۍ ته په راتګ هركلے وكړو۔ د کرغزستان اولس مشر ووئيل د شنګهائي مرستي تنظيم خارجه وزيرانو د كونسل د غونډې كوربتوب مونږ لپاره د وياړ خبره ده۔ په دې موقع خارجه وزير د غونډې په غوره انتظاماتو د کرغزستان د اولس مشر مننه وكړه٬ د كونسل غونډه به ګهړۍ شېبه كښې پېل شي او په غونډه كښې د 8 هېوادونو خارجه وزيران او استازي ګډون كوي