مخالفې ډلې دې د حكومت ډكټېټ كولو هڅه نه كوي

اسلام آباد 14 مئي(اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مخالفه ډلې دې حكومت ته د ډكټېټ كولو هڅه نه كوي ٬ هر ھغه كار به كوٶ كوم چې د هېواد او قام په ګټه وي٬ د مخالفې ډلې د مشرانو او وياندو ژبې ګاڼه دي ٬ د ھغوي په ژبه د ھغوي كرپټ مشران خبرې كوي٬ شاهد خاقان عباسي ګوډاګې وزیراعظم ٶ، تاسو يو وارې د شريف كورنۍ نه ٬ بلكې د دې هېواد د وګړي په حېث سوچ وكړي۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د مسلم لیګ (ن) د مشرانو په خبري كنفرنس خپل غبرګون كښې ووئيل چې شاهد خاقان دې ووائي چې ایئر بلیو په ګټه او قامي ايئرلائن په زيان كښې ولې لاړو؟٬ دې ووئيل احتساب ھغه څوك كوي چې لاس او نيت ئې پاك وي ګني نو د زرداري د پېسو بېرته راوړلو ادعا خو ستاسو آقا هم كړې وه۔ دې ووئيل وړومبي تاسو كرپشن كوئ چې ونيولې شئ نو بيا د سياسي انتقام چغې وهۍ٬ دې زياته كړه چې كه تاسو د آئي اېم اېف پروګرام واخلۍ نو حلال او كه مونږ ستاسو د پالېسېو په سبب آئي اېم اېف ته ځو نو حرام۔