كه شاهد خاقان عباسي ته د كرپشن تعريف معلوم وې نو كم از كم عدالتي مفرور ته به ئې د وزيراعظم الوتكه كښې د تېښتې موقعه نه وركوله ، عمر سرفراز چیمه

اسلام آباد۔14 مئی(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چیمه وئيلي دي چې كله هم رياستي ادارې د كوم كرپټ كردار د محاسبې ھڅه كوي نو تش د نامې جمهوري لارښود شور جوړ كړي۔ شاهد خاقان عباسي ته كه د كرپشن تعريف معلوم وې نو كم از كم عدالتي مفرور به ئې د وزيراعظم په الوتكه كښې بهر نه لېږلو۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د پارلېمان په سرلوړۍ خبره كولو څخه وړاندې دې شاهد خاقان عباسي د اسحاق ډار د تېښتې سپيناوې وكړي۔ ده ووئيل چا چې هم قومي خزانې ته زيان رسولې د هغه به محاسبه كېږي۔ د سياسي انتقام په ماتم كولو يا دړكې وركولو به چاته معافي وركولې نه شي۔ ده ووئيل شاهد خاقان عباسی د كرپشن په لويو لويو واردتونو كښې د سهولت كار كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل يوازې د دوه كورنيو د غلا بچ كولو له د پارلمان د كارولو اجازه وركړې كېدې نه شي۔ ده ووئيل جمهوريت او چوربازارۍ كښی د فرق كولو وخت راغلې ٬ څومره هم شور چې غواړي كوي دې ٬ حرام مال به ضروري بېرته وركول وي