عمران خان قام د غلام ابن غلام جوړېدلو نه د ساتنې هڅې كوي

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي عمران خان قام د غلام ابن غلام جوړېدلو نه د ساتنې هڅې كوي ٬ پرون د روژه ماتي په نامه د موروثي سياسي آمريتونه راتلونكې پېړۍ ته د منتقل كولو دستوره وه چرته چې د لوټ كړي مال دولت تحفظ لپاره د لوظ پخلے شوے۔ د ګل په ورځ خپل ټوئټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل قصیدہ وويونكي او د موروثي سياست دربان به د آمريت په لاس د بېعت كولو ګردانونه لوستل پېل كوي۔ دې ووئيل عمران خان قام د غلام ابن غلام جوړولو نه ساتنې له هڅې كوي او دوي به د غلامۍ په لوري تګ نه پرې نه ږدي۔