سعودي عرب او امارات د يمن استاذانو لپاره د 700 ملينه ډالرو مرستې اعلان وكړو

رياض 16مئی (اے پی پی) سعودي عرب او امارات د يمن استاذانو لپاره د 700 ملين ډالرو مرستې اعلان كړی۔د سعودي عرب او امارات به دا فنډ د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف ترمخه خرڅ كولې شي چې ورسره به د 1 لك 35 زره استاذانو تنخاګانې زياتې شي او دغسې 3.7 ملينه كوچنيان به خپلې زده كړې روانې اوساتي۔د سعودي او اماراتي چارواكو ترمخه دې څخه به د اېب٬آمنه٬البديه٬حجه٬دهامار٬صدا٬ثناﺀ٬امران٬مهاويت او د ريما ګورنمنټ 1 لك 36 زره 799 كسان استفاده كولې شي۔دا اعلان په رياض كښې يو دستوره كښې شوې چرته چې د سعودي او امارات اعلٰی چارواكو سره د يونيسف د خليجي رياستونو استازي هم موجود وو۔ياد دې وي چې سعودي او امارات تېر كال يمن كښې د روغتيا٬تعليم٬خوراك او د هيضې په وبا قابو موندلو له 300 ملين ډالر يونيسف ته وركړي وو۔