سري لنكا كښې د بريدونو دوه اونۍ وروستو هم ګرجا ګھر بند پاتې شول

کولمبو ۔ 5 مئی (اے پی پی) د سري لنكا د کېتھولیک مسېحی ورورولۍ وګړي د ممكنه ترهګر بريدونو خطر لامله د ګرجا ګھرو په ځائې په خپلو كورونو كښې عبادت كوي۔ د اتوار په ورځ د سنډے ماس خاص مذهبي دستوره په ټي وي نشر كړې شوه په كومه كښې چې د کولمبو کیآرچ بشپ کارډینل مېلکم رنجیتھ د پوپ فرانسس لخوا د امن او ورورولۍ پېغام لوستلو سره واورولو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سري لنكا كښې د ايسټر په موقع په درې ګرجا ګھرو او درې هوټلو د منظمو بريدونو په نتيجه كښې لږ تر لږ 253 كسان وژلې شوې وو۔ ددې بريدونو دوه اونۍ وروستو هم د هېواد نزدې ټول ګرجا ګھر بند دي۔