د پاكستان ډله ورلډ تائيكوانډو چيمپئين شپ كښې ګډون لپاره مانچسټر ته رسېدلې۔ميګا ايونټ به(نن)پیل كېږي

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د پاكستان ډله ورلډ تائيكوانډو چيمپئين شپ كښې ګډون لپاره مانچسټر ته رسېدلې۔ميګا ايونټ به(نن)د شورو په ورځ پیل كېږي چې پكښې څلور سړي او يوه مېرمن د پاكستان نمائندګي كوي۔د تفصيلات له مخې تر مئي 19مه نېټھ روان مېګا چيمپئن شپ كښې د ګردې نړۍ څخه 1000 نزدې فائټرز بېل كيټګريز مقابلو كښې خپل ځان ښكاره كو ي۔پاكستاني لوبغاړو كښې شاه زېب خان 54 ٬ هارون ترين 58 ٬ رب نواز او نقش حمداني 80 – او 57 كلوګرام وزن كيټګريز مقابلو كښې خپل صلاحيتونه څرګندوي۔عاطف ارشد د هېډ كوچ په توګه د ډلې سره دې۔انيله افسر 53 – كلوګرام وزن كيټګري كښې د پاكستان نمائندګي كوي