د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی كابینې غونډه

APP42-21 ISLAMABAD: May 21 - Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 21 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقی كابینې د دې عزم پخلې كړې چې پاكستان به د دې سخت صورتحال څخه د اولس د طاقت د لارې وېستلې شي، په معاشی چیلنجونو قابو موندلو له د اوږدې مودې پالیسی به مرستياله وګرځي، وفاقی كابینې د كامیاب ځوانانو پروګرام، تعلیمی پالیسی، وفاقی پايه تخت لپاره لوكل ګورنمنټ بورډ جوړولو ، ډسټركټ سیشن جج حافظ عثمان د كراچۍ بینكنګ كورټ ، شهید ذوالفقار علی بھټو پوهنتون وائس چانسلر غوره كولو او كے الیكټرك لپاره بجټ وركولو پشمول د 9 نكاتی ایجنډې منظوری وركړه، وزیراعظم عمران خان د لوړو زدكړو كمېشن ته سپارښتنه كړې د هائی رینكنګ پوهنتونونو چیپټرز پاكستان كښې پرانستلو له اقدامات وكړي دغسې چې د پاكستان ځوانان د نړيوالو پوهنتونونو څخه تعلیم ترلاسه كړي۔ د نهې پھ ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی كابینې غونډې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وفاقی كابینې غونډې په پيل د كابینې غړي علی محمد مهر په مړينه د غم دړد څركندونه وشوه او د ارواښاد بخښنې او د هغه د كورنۍ د زغم لپاره دعا اوكړې شوه۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وفاقی كابینې په غونډه كښې تعلیمی پالیسی او د ځوانانو په كامياب پروګرام يو نيم ساعت بحث نه پس د هغې باقاعدہ منظوری وركړې شوه۔ تعلیم او تربیت د لارې قام د جهالت د تيارو څخه وېستلې كيدې شي ، تعلیم د ښه او بد شعور وركوي۔ دې ووئيل د تعلیم وزیر كابینې ته د تعلیمی پالیسۍ په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔دې ووئيل زمونږ د مجموعی آبادۍ 65 فیصده د 18 نه تر 35 كالو په ځوانانو مشتمل ده، ځوانانو خپلواكه كولو له حكومت 100 اربه روپۍ د كامیاب ځوانانو پروګرام لپاره بيلې كړې، د ميرمنو لپاره 25 فیصده كوټه بيله كړې شوي، ځوانانو لپاره به د يو نه تر 5 لكھ روپۍ قرض 6 فیصده شرح سود سره وركولې شي، د 5 نه تر 50 لكھ روپۍ قرض د سود شرح 8 فیصده اېښودلې شوې، اضافی شرح سود بوجھ به حكومت پخپله زغمي، دې پروګرام سره به معاشی انقلاب راشي۔ دې ووئيل كابینه كښې د ډالر بيعه كښې د زياتوالې په معامله هم غور شوې، د خزانې سلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ د ډالر بيعه كښې د زياتوالې په اړه حقائق، وراثت كښې ترلاسه شوې معیشت خدوخال كابینې ته وړاندې كړو، وفاقی كابینې ډاكټر اسد او حامد مختار د مانیټری پالیسی كمېټۍ كښې ایكسټرنل غړي ټاكلو او اسلام آباد لپاره لوكل ګورنمنټ بورډ جوړولو منظوری وركړې۔ لوكل ګورنمنټ بورډ كښې د اسد عمر نه علاوہ د اسلام آباد چیف كمشنر ، اسلام آباد ډی سی ، د كورنيو چارو وزارت دوهم سيكتر، ایم سی آئی غړي شامل وي۔ دې ووئيل د اپوزیشن د اړخه هېواد عدم استحكام سره مخ كولو او د انتشار خپرولو پھ معامله هم غور وشو۔ وفاقی كابینې پريكړه وكړه چې د اولس جائز حقوق او بنیادی اسانۍ به وركولې شي۔ وزیراعظم عمران خان د وفاقی كابینې او پارلماني غړو ته سپارښتنه وكړه چې په خپلو سيمو كښې د اولس سره هم وخت تير كړي او د هغوي د مسلو حل لپاره كردار ترسره كړي۔ دې ووئيل د كابینې په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د ماشومې سره د زياتي معاملې هم نوټس واخست، وزیراعظم عمران خان پولیس او نور اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې پھ دې لړ كښې خپل كردار ترسره كولو سره د تورنو نيول باوري كړي