د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د مريم نواز په وېنا د ردعمل څرګندونه

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې د مريم نواز د غمرازۍ ناسته سياسي دوكاندارۍ لپاره كارول د افسوس وړ ده٬دا هغه كردار دې كوم به چې پارليمان كښې وئېل”دا دې هغه ذرائع” او عدالت كښې د خپلې خبرې نه منكر شوې او هغې ته سياسي بيان وئيلې كېدو۔ د كرپشن كنګ خپل ځان بچ كولو له خپل بچي سياست كښې راوستلي دي۔ د شورو په ورځ د مريم نواز په خطاب غبرګون كښې دې ووئيل دا هغه كردار دې كوم چې بے نامي دار دې ٬ عدالتونو كښې څه يو څه او په مركه كښې بل څه وائي۔ كه دغې كسانو د هېواد خزانه نه وې خالي كړې نو نن به هېواد او اولس غريب نه وې۔دې ووئيل دا هغه كردار دې كومو چې د قام پېسه لوټ كړې۔ دې ووئيل هېواد د مسلو سره مخ كونكې په 9 مياشتو كښې په كومه خوله حساب غواړي۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان د قام اميد دې ٬ په هغه تنقيد كولو سره مريم نواز خپل قد دنګولو هڅه كوي