د وزيراعظم خاص مرستيال ذولفي بخاري د پي ټي ډي سي چيئرمېن وټاكلې شو

اسلام آباد 14 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال ذولفي بخاري د پي ټي ډي سي چيئرمېن ټاكلې شوې او وفاقي كابينې د پرېكړې توثيق كړې دې٬ سيد ذوالفقار بخاري د ټوورازم كوارډينېشن بورډ چيئرمېن هم دې۔ د اووسيز وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې خپل بيان كښې ذولفي بخاري ووئيل چې پي ټي ډي سي كښې به اصلاحات كولو سره اداره سپېځلې جوړو۔ ده ووئيل حكومت پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل پاكستان به د نړۍ په وړاندې د سېلګرۍ برانډ معرفي كوٶ۔ سيد ذوالفقار بخاري ووئيل چې صوبو سره په ګډه د سېلګرۍ وده زما وړومبۍ ترجيح ده