د نشه اي توكو مخنيوي وفاقې وزير علي محمد خان مهر د زړه دورې له امله پحق ورسېد

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي وفاقې وزير علي محمد خان مهر د زړه دورې له امله په ګهوټكي كښې پحق رسېدلې دے ٬ د ارواښاد عمر 52 كاله ٶ څوك چې په ټولټاكنو كښې د اېن اے 205 څخه په آزاد حېثت كاميابۍ نه پس په تحريك انصاف كښې شامل شوې ٶ۔ سياسي كورنۍ سره تعلق لرونكې محمد علي مهر په كال 2002 او 2007 كښې د سندھ اسمبلۍ غړې پاتې شوې او د 2002 نه تر كال 2004 د سندھ اعلې وزير هم پاتې ؤ ۔ علی محمد خان مهر په كال 2008ء او 2018 كښې د قامي اسمبلۍ غړې ټاكلې شوې۔ ارواښاد علي محمد مهر د جنورۍ په 12مه نيټه كال 1967 كښې زېږېدلې ٶ ٬ د ارواښاد د جنازې لمونځ به په خانګړه كښې د ھغه په كلي كښې ادا كولې شي