د مېرمنو خبريالانو په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې غونډه ٬ د مېرمنو خبريالانو د كار استعداد زياتولو له د يوې مضبوطې او منظمې تږلارې وضعه كولو په حاجت زور

اسلام آباد ۔ 15مئی (اے پی پی) په نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې د مېرمنو خبريالانو يوه غونډه وشوه كومه كښې چې د مېرمنو خبريالانو د كار استعداد زياتولو له د يوې مضبوطې او منظمې تږلارې وضعه كولو په حاجت زور راوړلې شو۔ د ټولو مېرمنو لخوا د وړاندې كړې شويو وړاندېزونو څخه وروستو چې په كومو نكتو سلا راغله هغه دا دي۔ مېرمنې خبريالې به د ډیجیټل جرنلزم په كورسونو كښې په ترجيحي بنيادونو شاملولې شي۔ پرېس كلب انتظاميه به دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔ په روان ميډيا بحران كښې ځپلې شويو مېرمنو له به هم پرېس كلب غږ پورته كوي۔ مېرمنو خبريالانو له به د پرېس كلب چاپېرچل غوره جوړولو له خاص ګامونه پورته كولې شي۔ د مېرمنو د اونيزې غونډې پرېكړه هم وكړې شوه۔ په سپورټس روم كښې به اونۍ كښې يوه ورځ مېرمنو له خاص كولې شي۔ مېرمنو خبريالانو له به اونيزه علمي مباحثه كولې شي۔ نارينه خبريالان به هم دې كښې ګډون كولې شي۔ د مېرمنو خبريالانو فني صلاحيتونه رامخې ته كولو له به تربيتي وركشاپس كولې شي۔ غونډې څخه ورسوتو د پرېس كلب صدر شكيل قرار مېرمنو سره ملاقات كښې په ذكر كړې شويو ټولو نكتو د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده مېرمنو سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل مېرمنې خبريالانې د خبريالې ورورولۍ مهمه برخه ده او دوئي دې پرېس كلب د خپل كور په ډول ګڼلو سره ددې ټولو آسانيو څخه استفاده وكړي