د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه د قمرزمان كائره سره د هغه د زوي په مړينه لاس نيوه وكړه

اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه په لاله موسٰی كښې د پاكستان پيپلز ګوند لارښود قمرزمان كائره سره د هغه د زوي په مړينه لاس نيوه وكړه۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې پھ دې موقع د كورنيو چارو وزير دعا وكړه چې لوے څښتن دې مور پلار او كورنۍ له د دې لويې غم برداشت كولو همت وركړي۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې پھ دې پیښه كښې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې وركړي