د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د ګلپور هائيډل پاور پراجېكټ چارو جاج اخستلو له غونډه

APP62-20 ISLAMABAD: May 20 - Federal Minister for Kashmir Affairs and Gilgit-Baltistan Ali Amin Khan Gandapur chairing a high level meeting. APP

اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي چې حكومت غېر ملكي سرمايه كارو په پاكستان د سرمايه كارۍ لپاره ډاډګيرنه كوي او غېر ملكي سرمايه كارو له به ټولې آسانۍ وركولې شي۔ده دا خبره د 102 مېګاواټ د ګلپور هائيډل پاور پراجېكټ چارو جاج اخستلو په اړه د يوې غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سېكتر او نورو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ميره پاور لېمټډ او ان لينډ ريونيو ډيپارټمنټ ترمينځه د ګلپور هائيډل پراجېكټ په اړه د ټېكس په ګڼو مسئلو غور وشو۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د ټېكس په اړه دواړه ډلې په ګډه حل لټولو سره به هڅې كوي دغسې چې په دې مهمه پروژه زر تر زره كار بشپړولو سره اولسي آسانيو لپاره پرانستلې شي