د قومي اسمبلۍ د سائنس او ټېكنالوجي قائمه كمېټۍ غونډه د وزارت لخوا اګست ته د سائنس او ټېكنالوجي مياشت منسوب كولو او د سائنس او ټېكنالوجي فيئر كولو ګامونو ستائنه

اسلام آباد ۔ 15مئی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د سائنس او ټېكنالوجي قائمه كمېټۍ د وزارت لخوا اګست ته د سائنس او ټېكنالوجي مياشت منسوب كولو او د سائنس او ټېكنالوجي فيئر كولو ګامونو ستائنه كړې ده۔ د قومي اسمبلۍ د سائنس او ټېكنالوجي قائمه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن ساجد مهدي په مشرۍ كښې پی سی اېس آئی آر اسلام آباد كښې وشوه۔ د قومي اسمبلۍ د سائنس او ټېكنالوجي قائمه كمېټۍ د وزارت لخوا اګست ته د سائنس او ټېكنالوجي مياشت منسوب كولو او په 31 اګست د سائنس او ټېكنالوجي فيئر كولو ګام ستائنه وكړه۔ د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د ايجاداتو نندارتون ډېر مهم دې دې سره به د زده كوؤنكو كار ته 100 فيصده په كاروباري بنيادونو د پرمختګ موقعې ترلاسه شي۔ غونډه كښې اېم اېن اے انجینیر عثمان خان ترکئی، عبد الشکور شاد، ثوبیه کمال خان، خواجه سعد رفیق، زیب جعفر، ثمینه مطلوب او د نوید عامر په شمول د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت چارواكو ګډون وكړو