د قبائلي سيمو 5 ضلعو له 18.4 بلین روپۍ د كورونو بحالۍ او ودانۍ عمل په مد كښې ادا كړي شوي۔ ميډيا چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني ټويټ

اسلام آباد ۔ 12 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د ميډيا چارو خاص مرستيال افتخار دراني وئيلي دي د خېبر پختونخوا حکومت د قبائلي سيمو 5 ضلعو لپاره 18.4 بلین روپۍ د كورونو بحالۍ او ودانۍ عمل په مد كښې ادا كړي دي۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر ده ووئيل د قبائلي سيمو اولس له د خېبر پختونخوا حكومت لخوا د كورونو بحالۍ او تعميراتي معاوضو په مد كښې 18.4 بلین روپۍ ادا كړې شوي دي۔ دې رقسم سره به ډېرو كورنيو ته ګټه وشي