د طب څانګه كښې د جديد ټېكنالوجۍ كارولو او ځوانانو كښې د وينې عطيه كولو په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا د

APP79-08 ISLAMABAD: May 08 - President Dr. Arif Alvi addressing the celebration of World Thaelesemia Day at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د طب څانګه كښې د جديد ټېكنالوجۍ كارولو او ځوانانو كښې د وينې عطيه كولو په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا ده ٬ د رنځونو درملنو سره سره دې څخه بچ كېدو ته بايد پاملرنه وشي۔ حکومت د صحت عامه څانګه كښې ګامونه پورته كوي۔ اولس مشر ددې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې د تھیلیسیما نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د رنځونو درملنو سره سره د دې مخنيوي پلو هم بايد پام وكړې شي۔ د تھیلیسیمیا او نورو موروثي رنځونو كښې د مور پلار سكريننګ سره دې ډول رنځونو څخه بچ كېدل ممكن دي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښی په دې اړه د ډېټا ترلاسه كولو ته به پام ګرځول وي۔ اولس مشر ووئيل د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې د موروثی مرضونو په حقله قانون جوړ كړې شوې دې۔ په ایران كښې واده څخه وړاندې د مور پلار د سكريننګ قانون موجود دې۔ دغسې فن لېنډ ٬ سكېنډے نيويا او نورو هېوادونو كښې د اعضاﺀ عطيه كولو له قانون موجود دې۔ د تھیلیسیمیا رنځورانو ته د وينې وركولو اهميت رامخې ته كولو سره اولس مشر ووئيل دا زمونږ فرض دي چې مونږ په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړو۔ اولس مشر ووئيل يو وخت داسې هم وو چې ما پخپله هر درې مياشتې پس وينه وركړې ده ولې چې دا د وجود د زكواة حېثيت لري۔ ده په دستوره كښې تھیلیسیمیا رنځ سره د مخ كوچنيانو ډاډګيرنه كولو سره ووئيل حكومت ددې كوچنيانو درملنې او دوئي ته د ټولو آسانيو وركولو له خپل كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل موجوده حكومت د طب په څانګه كښې د نوې ټېكنالوجۍ كارولو او د صحت عامه څانګې له ګامونه پورته كوي۔ وزیراعظم عمران