د سوئېلي افريقې او پاكستان ويمنز ډلې به ټونټي انټرنېشنل كركټ مېچ كښې (نن)مقابله كوي

جوهانسبرګ 14 مئی (اے پی پی) د سوئېلي افريقې او پاكستان ويمنز ډلو ترمينځه د پنځو ټي ټونټي نړيوالو كركټ ميچونو پشمول د سيريز وړومبنې مېچ به(نن)د شورو په ورځ پريټوريا كښېې مقابله كوي۔ دې څخه وړاندې د پاكستان او كوربه سوئېلي افريقې ويمن ډلو ترمينځه درېو ورځنو ميچونو سيريز برابر شوې ځكه چې د سيريز درېم او فيصله كن مېچ ټائي شوې۔د دواړو ډلو ترمينځه د پنو ټي ټونټي ميچونو سيريز به د مئي په 15مه نېټه پېل كېږي۔دوهم مېچ به د مئي په 18مه نېټھ٬درېم مېچ به د مئي په 19 مه نېټه٬څلورم مېچ به د مئي په 22مه نېټھ او پنځم او آخري مېچ به د مئي په 23مه نېټھ كوي۔