د خزانې سلاكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه قامي ګرډ څخه كے الېكټرك ته د 150 مېګاواټ اضافی برېښنا وركولو ٬ د پخوانۍ فاټا 7 قبائلي ضلعو ته اضافي برېښنا وركولو له ټېسكو ته د 1.8 ارب روپو زرتلافی وركولو او مالی كال 2018-19 ء له د 5.15 ملین ټن غنمو اخستلو وړاندېزونو منظوري وركړې شوه

اسلام آباد ۔ 15مئی (اے پی پی) د وفاقي كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ كراچۍ كښې د برېښنا په كمبوت قابو موندلو له قامي ګرډ څخه كے الېكټرك ته د 150 مېګاواټ اضافی برېښنا وركولو ٬ د پخوانۍ فاټا 7 قبائلي ضلعو ته د روژې مباركې مياشتې په مهال اضافي برېښنا وركولو له ټېسكو ته د 1.8 ارب روپو زرتلافی وركولو او مالی كال 2018-19 ء له د 5.15 ملین ټن غنمو اخستلو وړاندېزونو منظوري وركړې ده۔ د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ د وزيراعظم د خزانې سلاكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د پاور ډويژن لخوا د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ ته ووئيلې شؤ چې پخوانو قبائلي ايجنسيو كښې د كورنيو صارفينو برېښنا بلونو ادا كولو له حكومت هره مياشت د 1.3 ارب روپو سبسډي وركوي۔ اقتصادی رابطه کمېټۍ د سعودی فنډ برائے ترقی ګرانټ ترسېوري لاندې د بېلو منصوبو په تعمير د ټېكس رعايت وركولو په اړه د تعمیرنوو بحالی اتھارټی وړاندېز منظوري وركړه۔ دغسې اقتصادي رابطه كمېټۍ بېلو وزارتونو او ډويژنو لپاره د تكنيكي ضمني او ضمني ګرانټس منظوري هم وركړه۔