د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الجبر الصباح سره ملاقات ٬ د كوېت امير ته ئې د وزيراعظم عمران خان لخوا نېكې هيلې ورسولې پاكستان كوېت سره د ورورولۍ خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ كوېت كښې 100 زره څخه زيات پاكستاني افرادي قوت او پوهان د كوېت په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

کوېت سټی ۔ 19مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الجبر الصباح سره ملاقات وكړو۔ خارجه وزير د وزيراعظم عمران خان لخوا د كوېت امير ته د نېكو هيلو پېغام هم ورسولو۔ ده د كوېت امير ته د روژې مباركې مياشتې مباركي هم وركړه۔ خارجه وزير په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان كوېت سره د ورورولۍ خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ كوېت كښې 100 زره څخه زيات پاكستاني افرادي قوت او پوهان د كوېت په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ خارجه وزير د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الجبر الصباح د وېزې بندېزونو په اړه كوېت كښې د مېشته پاكستاني كمېونټۍ تحفظاتو او دوئي ته د پېښو مسئلو په اړه خبر كړو۔ ده د اولس مشر او وزيراعظم عمران خان لخوا خاص خطونه هم د كوېت امير ته وړاندې كړل او وېزې سره اړوند د پاكستاني كميونټۍ مسئلو حل له ئې ده ته خواست وكړو۔ خارجه وزير د پاك او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي اوسنۍ وضعې په مهال د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو او د هندوستان لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو په ضد په غږ پورته كولو د كوېت امير مننه وكړه۔ د كوېت امير د پاكستاني مشرتابه او په خاص توګه وزيراعظم عمران خان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره خارجه وزير ته كوېت كښې د مېشته پاكستاني كمېونټۍ مسئلو حل له په ذاتي توګه د هڅو كولو باور وركړو