د تحریك انصاف حکومت به د اصلاحاتی پروګرام د لارې ډير زر په معاشی چیلنجونو قابو اومومي، احساس پروګرام ته به لا پراختيا وركولې شي، ډاکټر فردوس عاشق اعوان

اسلام آباد 13مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلې دي د پخوانو واكدارانو بدانتظامۍ او بدعنوانۍ په وجه هېواد د معاشی بحران ښكار شوے، د تحریك انصاف حکومت د خپل اصلاحاتی پروګرام د لارې به ډير زر په معاشی چیلنجونو قابو اومومي او پاکستان به د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شي، احساس پروګرام ته به لا پراختيا وركولې شي ، په دې لړ كښې موجودہ بجټ د 100 اربه روپو څخه 180 اربه روپو ته رسولې شي۔ د ګل په ورځ خپل يو بیان كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزیراعظم عمران خان خپل سیاست نه ، عمر له د پاکستان ګټه مقدم ساتلې۔د هېواد ګټې له چې څومره هم مشکلې پريكړې عمران خان كړي كوم بل لارښود د دې سوچ هم نه شي كولې۔ دې ووئيل حکومت د هېواد اقتصادی حالات ښه كولو له د هېواد او اولس ګټې له آئی اېم اېف سره لوظنامه كړې۔ د اطلعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئېل د وزیراعظم عمران خان وژن له مخې د غریبو او کمزورو طبقو د حقونو تحفظ به باورې كولې شي او احساس پروګرام ته به لا پراختيا وركولې شي،په دې لړ كښې به موجودہ بجټ 100 اربه روپو څخه زياتولو سره 180 اربه روپو ته رسولې شي۔ دې ووئيل غریبانان د عمران خان زړه ته نزدې دي، دوي به د ګرانۍ سره نه مخ كوو ۔ په اصلاحاتې پروګرام کار كولو سره به اقتصادی حالات ښه كړې شي چې بيا په سباؤن كښې آئی اېم اېف ته د رجوع كولو حاجت نه وي