د بريښنا غلا كوٶنكو سره به نرمي نه كوٶ۔عمر ایوب خان

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان وئيلي دي د بريښنا غلا كوٶنكو سره به نرمي نه كوٶ او د برېښنا په غلا كښې مرسته كوٶنكي اهلكار به د ملازمت نه اخوا كولو سره زندان ته لېږو۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د برېښنا غلا كوٶنكو سره هېڅ رعايت نه شي كېدې او د دوي مرسته كوٶنكو اهلكارو له به سخت سزا وركولې شي او د نوكرۍ نه به هم لاس اوېنځي