د انګلېنډ په ضد په دوهم يو ورځني مېچ كښې د بېټسمېنانو په كاركردګۍ وياړ دې۔ سيريز كښې د كم بېك كولو جذبه لرو۔ سرفراز احمد فخر زمان غوره بېټنګ كولو سره ټول حېران كړل۔ سره د ګټې مونږ له به لا خواري كول وي۔ مورګن

ساؤتھمټن۔ 12 مئی (اے پی پی) د پاكستاني كركټ لوبډلې سرلوبغاړي او وكت كيپر بېټسمېن سرفراز احمد وئيلي دي د انګلېنډ په ضد په دوهم يو ورځني مېچ كښې د بېټسمېنانو په كاركردګۍ وياړ دې۔ د فخر زمان، بابر اعظم او آصف علی كاركردګي ډېره ښه وه هيله ده چې راروانو مېچونو كښې به هم د غوره كاركردګۍ لړۍ روانه ساتلو سره دوئي كركټ لوبډلې ته فتوحات وركولو كښې كښې خپل كردار ترسره كړي۔ په سيريز كښې د كم بېك كولو جذبه لرو۔ د انګلېنډ لوبډلې سرلوبغاړي ووئيل فخر زمان غوره بېټنګ كولو سره ټول حېران كړل۔ سره د ګټې مونږ له به لا خواري كول وي۔ دا خبره دې ياده ووئي چې انګلېنډ پاكستان ته په دوهم مېچ كښې 12 رنزونو سره ماتې وركړې۔ پاكستانۍ لوبډله د 373 رنزونو هدف ترلاسه كولو په هڅه كښې په 361 رنز اوټ شوه