د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سپينه ماڼۍ كښې روژه ماتې اهتمام٬ د اسلامي هېوادونو سفيرانو ګډون

واشنګټن 14 مئی (اے پی پی)د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په خپل سركاري ودانۍ سپينه ماڼۍ كښې د روژه ماتي اهتمام كړی چې پكښې د اسلامي هېوادونو سفيرانو او د سفارتي عملې غړو ګډون كړې۔په دې موقع اولس مشر ووئيل چې د روژې مياشت پھ مهال خلك په ګډه د صبر ٬ زغم او امن خواهش لري۔ده ووئيل چې د روژې مياشت د امريكې پشمول ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو لپاره مقدس مياشت ده۔د امريكې اولس مشر په دې موقع اوسنيو كښې د بېلو مذهبونو په عبادت ځايونو د شويو بريدونو او په خاص توګه نيوزي لينډ كښې په جومات٬سري لنكا په ګرجا ګهرو او د امريكې په كيليفورنيا رياست كښې د يهوديانو په عبادت ځايونو د بريدونو ذكر وكړو۔ده په آخر كښې د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د روژې مباركې په مياشت مباركي وركړه