د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان انفارمېشن اكېډېمۍ كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق وئېلي دي د مېډيا ذمه واره كردار سره د خوشحاله ٬ پرمختګ كړي او مستحكم پاكستان خوب تعبير موندلې شي٬د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كول زمونږ لپاره اصل چېلنج دے٬د ففته جنرېشن هائبرډ وار لپاره به دولتي او شخصي د ابلاغ ذريعو له پھ ګډه كار كول وي٬سوشل مېډيا د اطلاعات وزارت تر سيوري لاندې يوه بااثره اداره جوړېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ انفارمېشن سروسز اكېډمي د سيوري لاندې د خېبرپښتونخوا انفارمېشن ډيپارټمنټ وړومبنې پیشه وره منيجمنټ كورس بشپړونكو افسرانو له د سندونو وركولو او 36م سپيشلائز ټريننګ پروګرام پروبيشنري افسرانو هركلے كولو سره دستورې ته خطاب كښې وكړه۔دې ووئيل په دستوره كښې د صحافت څانګې د پړقېدونكو ستورو په ليدلو خوشحاله شوم څوك چې په خپل ذات كښې د يوې ادارې حېثيت لري۔دې ووئيل د انفارمېشن سروس افسران زما ډله ده چې كله ډله ښه وي نو مشر يې ښه لوبېږي۔دې ووئيل يو كميونيكېشن خلا ده كومه چې ترسره كولو ته اړتيا لري۔ خاص مرستيالې ووئېل د ضلعې په كچ نمائندګانو ته د سمو معلوماتو پھ نه رسېدو بې بنسټھ خبرونه خپرېدو له ځاې پیدا كېږي چې ورسره مسائل رامخې ته كېږي۔د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل د مېډيا كردار لا ښه او ذمه وارو جوړولو ته ضرورت دے د كومې لپاره چې مونږ له مصدقه اطلاعات خپرول دي چې ورسره نړۍ ته هېواد اصل تشخص ورمخې ته كړی شو او هېواد او قام ته پیښ چېلنجونه لرې كړی شوو۔دې ووئيل مېډيا د جديدې ټېكنالوجۍ ترمخه د صنعت درجه خپله كړې او د دې لپاره د نړيوال معيار جديده ټېكنالوجي كارول ضروري ده۔ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاضق اعوان ووئېل اولسي مسائل پالېسۍ كتونكو ته رسولو له مېډيا مهم كردار لري او مېډيا حكومت ته په پیښو مسائلو قابو موندلو له هم رهنمائي كولې شي۔د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل د هېواد استحكام برقراره ساتل او د اړي ګړي مخه نيول د مېډيا ذمه واري ده چې كله د مېډيا د لارې منفي تاثر وركړې كېږي نو بهر د هغې اثر ښه نه پريوځي۔ دې ووئېل د هېواد نه بهر خلق چې خپل كوم نسلونه د وطن خذمات لپاره تياروي هغوي د پاكستان په حقله پھ منفي خبرونو اورېدلو پرېشانه او مايوسه كېږي٬مونږ له هيله رامخې ته كول دي او د ذمه واره كردار سره پاكستان خوشحاله ٬ پرمختګ كړي او د مستحكم خوب تعبير موندلې شي۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ما په خوا هم د پرنټ او اليكټرانك مېډيا ترمينځه د فرق ختمولو هڅه كړی وه او اوس به هم د مېډيا په حقله د يجيټل چېلنجونو مقابله كول وي۔دې ووئيل سوشل مېديا د اطلاعات وزارت د سيوري لاندې يو بااثره اداره جوړېدې شي۔دې ووئيل ففته جنرېشن هائبرډ وار لپاره دولتي او شخصي د ابلاغ ذريعو له به پھ ګډه كار كول وي دغسې د اطلاعات او خپرونو وزارت په دې لړ كښې يوه تګلاره خپله كړی چې د دې چېلنج مقابله وكړی شي۔دې ووئيل د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كول زمونږ لپاره اصل چېلنج دے۔دې ووئيل د چين مننه كوو چا چې د مېډيا پوهنتون جوړولو لپاره د مرستې وئېلي دي دغسې د جاپان سفير هم په خپل ملاقات كښې د ډيجټلائزېشن څانګې د مرستې وړاندېز كړې ۔دې ووئيل مونږ پيمرا د سياسي لاس وهنې نه پاكه اداره جوړوو٬د دې نه وړاندې د اطلاعات او خپرونو وزارت سېكتر شفقت جليل او د انفارمېشن سروسز اكېډېمۍ ډائرېكټر جنرل ثمينه وقار هم خطاب وكړو چا چې د تربيې كورس بشپړونكو ا فسرانو او د پروبيشنري افسرانو هركلے وكړو او ګډون كونكي يې د تربيې د كورس تفصيلاتو څخه خبر كړل