د اطلاعاتو او ايجاداتو دې دور كښې حكومت پاكستاني زلمو ته د نوې ټېكنالوجۍ چاپېرچل وركولو هڅه كوي۔ آرټيفيشل انټېلي جنس او كمپيوټنګ صدارتي ګام په دې پروګرامونو كښې شامل دې۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاك آسټريا پوهنتون سټيئرنګ كمېټۍ چيئرمېن پروفېسر ډاكټر عطاﺀ الرحمن په مشرۍ كښې چينائي پلاوي سره ملاقات

اسلام آباد ۔ 7 مئی (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د اطلاعاتو او ايجاداتو دې دور كښې حكومت پاكستاني زلمو ته د نوې ټېكنالوجۍ چاپېرچل وركولو هڅه كوي۔ آرټيفيشل انټېلي جنس او كمپيوټنګ صدارتي ګام په دې پروګرامونو كښې شامل دې۔ د نهې په ورځ اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د پاك آسټريا پوهنتون سټيئرنګ كمېټي چيئرمېن پروفېسر ډاكټر عطاﺀ الرحمن ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ چينائي پلاوې هم ده سره وو۔ اولس مشر ووئيل د څلورم صنعتي انقلاب رجحانات انټرنېټ ٬ روبوټ ٬ ورچوئل ادراك او آرټيفيشل انټېلي جنس ؤ چې ورسره د استوګنې او كارونو په تږلارو كښی بدلونونه رامخې ته كېږي۔ حكومت تعليمي طريقو ته بيا كتنه كوي دغسې چې ددې د نوې پرمختيائي مهارتونو او ټېكنالوجۍ په بنياد آلاتو سره همغږۍ پېدا كړې شي۔ ده ووئيل حكومت او په خاص توګه اولس مشر په ذاتي توګه د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګه ډېره مهه ګني۔ په دې لړ كښې ده د يونېورسټي آف كراچي او پاک۔ آسټریا یونیورسټی آف اپلائیډ سائنسز كښې د آرټیفیشل انټیلی جنس سنټر آف اېکسېلېنس جوړولو له د چينائي پلاوي كردار وستائلو۔ ده پلاوي ته په دې لړ كښې په نورو پوهنتونونو كښې هم آرټیفیشل انټېلی جنس سنټر آف اېکسېلېنس جوړولو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ اولس مشر د پلاوي د مقصد لرونكې او غوره دورې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه