د اسرائيلي پوځ د غزه په پټۍ روانو بريدونو كښې د شهيد شويو فلسطينيانو شمېره 43 ته ورسېده

غزہ۔ 6 مئی (اے پی پی) د اسرائيلي پوځ د غزه په پټۍ روانو بريدونو كښې د شهيد شويو فلسطينيانو شمېره 43 ته ورسېده۔ د غزه د اقصی روغتون او سيمې نورې ذريعو څخه د ترلاسه شويو اطلاعاتو ترمخه د ښار په منځنۍ برخه كښې د كډوالو په البريجه كېمپ د اسرائيلي پوځ فضائي بريد په نتيجه كښې 2 فلسطيني شهيد شوي۔ بلخوا د غزه په لوئيديزه سيمه كښې د دې ډول په يوه بله پېښه كښی 3 فلسطيني شهيد شوي۔ د اوسنو بريدونو په نتيجه كښې د مړو شويو فلسطيني وګړو شمېره 43 ته رسېدلې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسرائيلي هوائي ځواك په محاصره كړې شوې غزه سيمه تېره ورځ د فضائي بريدونو لړۍ پېل كړې وه۔