د اسد عمر په شېلټر هوم كښې د پېشمني په غوره انتظاماتو د اسلام آباد دوهم كمشنر او دده ډلې ته مباركي

اسلام آباد ۔ 7 مئی (اے پی پی) د خزانې پخواني وزير او د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي اسد عمر د سر پټونې ځايونو كښې د پېشمني په غوره انتظاماتو د اسلام آباد دوهم كمشنر او دده ډلې ته مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ يو ټويټ كښې ده وئيل تېره ورځ په دغو ځايونو كښې د پېشمني غوره انتظام وكړې شو۔ ده ووئيل د روژې مباركې مياشتې لامله زياتره مزدوران خپلو كورونو ته تلي دي ولې بيا هم دغلته د سحر لمونځ څخه وړاندې درې نيم سوه مزدورانو لپاره د پېشمني انتظام وكړې شو۔ په دې زه د اسلام آباد دوهم كمشنر او دده ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔