خارجه وزير د نوموړي صنعتكار خواجه مسعود په مړينه خواشيني اوښودله

ملتان ۔12مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د خزانې وفاقي پارلماني سېكتر مخدوم زاده حسېن قرېشي د ملتان د نوموړي صنعت كار او د مسعود ګروپ آف انډسټريز چيئرمېن خواجه مسعود په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمجنې كورنۍ په نامه خپل پېغام كښې ده د ارواښاد وفات نه يوازې خپلې كورنۍ بلكې ټولې منطقې له زيان ګرځولې دې۔ ده وئيل خواجه مسعود په خپل ژوند كښې د ورکرز خېر ښېګړې له عملي ګامونه پورته كړي۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي