حكومت كاروباري ورورولۍ ته د پیښو مسئلو نه خبر دے او په هېواد كښې د كاروبار دوسته چاپیرچل ودې لپاره هر ممكنه اقدامات كوي

اسلام آباد 15 مئی (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي حكومت كاروباري ورورولۍ ته د پیښو مسئلو نه خبر دے او په هېواد كښې د كاروبار دوسته چاپیرچل ودې لپاره هر ممكنه اقدامات كوي٬د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې د نجي څانګې كردار د ستائنې وړ دے۔ده دا خبره د پاكستان ټېكسټائل ايكسپورټرز اېسوسي اېشن چيئرمېن خرم مختار سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر دا خبره رامخې ته كولو سره ووئېل د هېواد سخت اقتصادي حالات د سختو پريكړو تقاضه لري خو حكومت معيشت ښه كولو لپاره لوظي دے۔ده ووئيل حكومت د كاروبار لګښت كمولو له هڅې كوي او په ټېكسټائل٬څرمن٬قالينونو٬ او نورو د سرجرۍ په څيزونو او د لوبو په سامان پنځه مهمو برآمدي څانګو لپاره د ټېكس زيرو ريټنګ نظام متعارفې كړے۔ده ووئيل د ټېكټسائل په اړه په تحقيق او پرمختګ سرمايه كاري او بشري وسائل زياتول معاشي بحالۍ لپاره ضروري دي۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې كروباري كسانو له د خپلو ټېكسونو ادائيګو په ډاډګيرنه كښې خپل فعاله كردار دا كول پكار دي دغسې چې د بجټ خساره كمه كړی شي او پرمختيائي كارونو لپاره زيات فنډ بېل كړی شي۔