حكومت به د ټېكنالوجۍ په بنياد ښه كاروباري آئيډيا ته عملي شكل وركولو لپاره سرمايه وركوي

اسلام آباد 15 مئی (اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي حكومت به د ټېكنالوجۍ په بنياد ښه كاروباري آئيډيا ته عملي شكل وركولو لپاره د 70 نه تر 100 فيصده سرمايه وركوي۔د شورو په روځ په خپل يو ټوېټ كښې وفاقي وزير ووئيل كه تاسو سره د ټېكنالوجۍ كاروبار آئيډيا وي او پوهېږې چې په آئيډيا كښې دم شته نو د جولائي په په مياشت كښې خپل آئيډيا د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت كښې رجسټرډ كړې ٬ده ووئېل كه چرې زمونږ پوهان هم ستاسو د آئيډيا نه متاثر شول نو مونږ به ستاسو آئيډيا ته 70 نه تر 100 فيصده سرمايه وركوو او تاسو د اوس نه تيارۍ پېل كړې۔