ایران سره مرستې لپاره به د امريكې اجازې ته حاجت نه وي۔ د روسیې سفیر

تهران 22 مئي (اے پي پي) ایران كښې د روسيې سفيرلوان جاګاریان وئيلي دي زمونږ هېواد آزاد او خپلواكه دے چا له چې ايران سره شريكې مرستې لپاره د امريكې نه اجازه اخستو ته هېڅ حاجت نشته ۔ دا خبره د لوان جاګاریان د ایران د شمالي ګېلان صوبې ګورنر جنرل مصطفی سالاري سره په ملاقات كښې كړې۔ ده په دې وروستيو كښې د ايران او روسيې ترمېنځه د تجارتي اړيكو په وده تبصره كولو سره ووئيل د امريكې لخوا په ايران د سختو بندېزونو او دړكو باوجود مونږ د ايران پحقله د خپل موقف له مخې به د ايران ملاتړ كوٶ۔ ده د ايران د اتومي لوظنامې پحقله د امريكې په اقداماتو تبصره كولو سره ووئيل روسيه يو خپلواكه او آزاد هېواد دے او ايران سره د شريكې مرستې پحقله د امريكې نه د اجازې اخستو ضرورت نشته۔