اولس مشر ډاكټر عارف علوي د مسلم هينډز د سيوري لاندې د يتيمانو ورځ په اړه دستورې ته وېنا

اسلام آباد 21 مئی (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې په قرآن كريم كښې په يتيمانو ماشومانو د خاص پام لرنې احكامات دې په پاكستان كښې د شتمندو د ښېګړی په كارونو كښې برخه اخستل خوشبينه دې٬د يتيمانو او بې وسه مرسته او خذمت كول د حكومت سره سره د ټولې ټولنې ذمه واري ده٬رياست د يتيمانو ماشومانو ټول حاجتونه پوره كولې شي خو هغوي له د مور پلار مينه نه شي وركولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د مسلم هينډز د سيوري لاندې د اسلامي نړۍ د يتيمانو ورځ په اړه دستورې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل په ايوان صدر كښې د يتيمانو ماشومانو دستوره كول د خوشحالۍ خبره ده۔ده ووئيل د يتيمانو كفالت د رياست ذمه واري ده خو بايد ټولنه هم په دې اړه كردار ترسره كړي ځكه چې په قرآن كريم كښې هم د يتيمانو ماشومانو خاص احكامات شتې۔د حضور پاك(ص)ارشاد دې چې څوك د يتيمانو كفالت وكړي هغه به د قيامت په ورځ زما سره وي۔ده د يتيمانو ښېګړی لپاره په هلو ځلو كولو د مسلم هينډز ستائنه وكړه۔ده په ماشومانو زور راوړو چې د ښه تعليم ترلاسه كولو لپاره محنت وكړي۔پھ دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري ووئيل حكومت د مدينې رياست په فلسفه عمل كوي چرته چې ټولو وګړو ته برابر حقونه ترلاسه وي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان خپل لوظ پوره كوي او هغه به پاكستان د مدينې رياست جوړولو قام سره شوې لوظ هم پوره كوي٬د مسلم هينډز چيئرمېن هم دستورې ته خطاب وكړو۔په دې موقع د پېشه وره تعليم او تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬د سمندري چارو وفاقي وزير علي زيدي پشمول د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو هم ګډون وكړو