آئي اېم اېف سره لوظنامه او د ایسټ ډېکلئېرېشن سکیم اجراﺀ كاروباري طبقې او اولس ستائلې ده۔ د اسکیم مقصد معیشت ډاکومنټ كول او ډېډ اثاثې معيشت كښې شاملولو سره فعاله كول دي۔ آئي اېم اېف سره لوظنامه ددې خبرې څرګندونه ده چې مونږ په اقتصادي توګه د نظم وضبط پابند او د اصلاحاتو عزم لرو۔ نیا پاکستان هاؤسنګ اسکیم، کلین اېنډ ګرین پاکستان او بې وزلۍ ختمولو له احساس پروګرام د وزيراعظم د وژن تعبير پلو مهم ګامونه دي۔ پخوانو حكمرانو د هېواد د معيشت بېړه چپه كړې اوس په كومه خله مشورې وركوي۔ اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان بيان

اسلام آباد ۔ 15مئی (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي آئي اېم اېف سره لوظنامه او د ایسټ ډېکلئېرېشن سکیم اجراﺀ كاروباري طبقې او اولس ستائلې ده۔ د اسکیم مقصد معیشت ډاکومنټ كولو او ډېډ اثاثې معيشت كښې شاملولو سره دا فعاله كول دي۔ آئي اېم اېف سره لوظنامه ددې خبرې څرګندونه ده چې مونږ په اقتصادي توګه د نظم وضبط پابند او د اصلاحاتو عزم لرو۔ نیا پاکستان هاؤسنګ اسکیم، کلین اېنډ ګرین پاکستان او بې وزلۍ ختمولو له احساس پروګرام د وزيراعظم د وژن تعبير پلو مهم ګامونه دي۔ پخوانو حكمرانو د هېواد د معيشت بېړه چپه كړې اوس په كومه خله مشورې وركوي۔د ګل په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې دې ووئيل د اسكيم د لارې حكومت د كاروباري حضراتو په شمول ټولو طبقو ته موقع وركول غواړي۔ د ټېكس د معمولي شرحې ادا كولو څخه وروستو اثاثې ريګولر كولې شي۔ دې ووئيل آئي اېم اېف سره لوظنامو كښې به د كمزورې طبقو د حقونو تحفظ باوري كولې شي