3 كسيزه قومي لوبډله اېشين سينئر انفرادي سكوائش چیمپئن شپ كښې ګډون له ملائشیاء ته روانه شوه

اسلام آباد ۔ 27 اپرېل (اے پی پی)33 كسيزه قومي لوبډله اېشين سينئر انفرادي سكوائش چیمپئن شپ كښې ګډون له د خالي په ورځ ملائشیاء ته روانه شو۔ د پاکستان سکوائش فېډرېشن ګیم ډوېلپمنټ آفیسر سکورډرن لیډر عامر اقبال ووئيل چې چېمپئن شپ به د مئي اولنۍ نېټې څخه تر 5 مې نېټې د ملائیشیا کوالالمپور ښار كښې كولې شي په كوم كښې چې 2 لوبغاړي طيب اسلم او محمد عاصم خان شامل دي۔ دوئي به د هېواد نمائندګي كوي۔ په ټیم آفیشلز كښې به د فېډرېشن سېکتر ګروپ کېپټن طاهر سلطان د منېجر په توګه ډلې سره وي۔ ايونټ كښې شاملولو له د لوبغاړو ټاكنه ټرائلز كښې وكړې شوه كوم كښې چې ټول هېواد څخه 12 لوبغاړو ګډون وكړو۔ دې ټرائلز كښې ايونټ لپاره صلاحيت لرونكي لوبغاړي وټاكلې شول۔ سکورډرن لیډر عامر اقبال ووئيل ايونټ لپاره ټاكلې شوي لوبغاړي صلاحيت لري او هيله ده چې دوئي به د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره كاميابي ترلاسه كړي۔