کرکټ لپاره به د هند منتونه نه كوٶ٬ د بلوچستان لوبغاړو ته په قامي او نړيواله كچه موقعې وركولو لپاره اقدامات كوو

کوئټه 17 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن احسان ماني وئيلي دي كه هند پاكستان سره لوبه نه كول غواړي نو منت به ئې نه كوٶ٬ د پي سي بي د اېم ډي د ټاكنې منظوري د ګورننګ باډۍ په تېره غونډه كښې وركړې شوې وه۔٬ د پي سي بي سټركچر قوي كول غواړو٬ د بلوچستان لوبغاړو ته په قامي او نړيواله كچه موقعې وركولو لپاره اقدامات كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده كوئټه كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئېل د بورډ آف ګورنر غونډه كښې ځينې غړې د خپلې اېجنډې سره راغلې وٶ او دوي د غونډې بائيكاټ كړې ٬ د كركټ ودې لپاره ټولو صوبو ته يو برابر موقعې وركوو لپاره كار كوٶ د دې اقداماتو په سوب به پي سي به لا فعال شي۔ ده ووئيل د كوئټه په بګټي لوبغالي وسائل خرڅ كولو سره دغه ښه كېدې شي۔ د خبري كنفرنس نه وړاندې د پي سي بي د ګورننګ باډۍ وړومبۍ غونډه شوې خو د غونډې په پېل كښې 5و غړو د اېجنډې اخوا قرارداد جمع كړو چې پكښې د اېم ډي وسيم خان ټاكنه او د ډيپارټمنټل كركټ خاتمې پحقله چارې شاملې وي۔ احسان ماني ووئيل نن د غړو په دې اقدام مايوسه شوې يو ٬ د وسيم خان د اېم ډي په توګه ټاكنه د بورډ آف ګورنرز پرېكړه وه٬ ده ووئېل د غړو لخوا په وړاندې كړې شوي قرارداد غور كېدې شي ۔ بلخوا مرورو غړو ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل په اووو كښې پنځو غړو قرارداد وړاندې كړې خو غړو د غونډې بائيكاټ نه دې كړې