پي ټي آئي كښې د منتخب او غېر متخبو مشرانو د اهميت پحقله هېڅ اختلاف نشته٬ د سازشونو او اقتدار په سياست باور نه لرم۔ د خزانې وزير اسد عمر خبري كنفرنس

APP77-18 ISLAMABAD: April 18 - Finance Minister, Asad Umar addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلي دي د نوي پاكستان خوب رښتيا كولو لپاره به زه خپل كردار روان ساتم ٬ د نوي پاكستان وژن عملي كولو لپاره هر وخت چمتو يم٬ نوې وزير چې هر څوك راځي ستونزې به لري خو 8 مياشتې وړاندې چې كوم صورتحال ؤ هغه به نه وي ٬ بهترۍ پلو روان يو٬ معيشت مخ په ښه كېدو دے ٬ سختې پرېكړې به كول وي٬ ضد بازي بايد لونه كړې شي٬ د ضد بازۍ په صورت ستونزې بيا سر پورته كولې شي٬ پي ټي آئي كښې د منتخب او غېر متخب مشرانو د اهميت پحقله هېڅ اختلاف نشته٬ د سازشونو او اقتدار په سياست باور نه لرم۔ د زيارت په ورځ د اېف بي آر په آډيټوريم كښې د خبري كنفرنس په مهال د خزانې وزير اسد عمر ووئيل زما د وزارت پرېښودو خبره په وړومبي ځل تېره شپه شوې وه ٬ وزیراعظم عمران خان په كابينه كښې بدلون كول غواري٬ وزیراعظم غواړي چې زه د توان وزارت واخلم خو ما ھغه قائل كړو چې وزارت پرېږدم خو د نوي پاكستان وژن عملي كولو له هر وخت چمتو يم۔ ده ووئيل د اپرېل په 18مه نيټه كال 2012 كښې په يو ورځپاڼه كښې خبر خپور شوې ٶ چې اسد عمر په تحريك انصاف كښې شاملېږي٬ د اوو كالو سفر ډېر ښه تېر شوې٬ سخت او ښه وختونه نه مو په ګده تېر كړي ٬ ده ووئېل زه اطمينان لرم چې د هېواد بهترۍ لپاره مې كار كړې٬ په تحريك انصاف كښې جې شاملېدم نو ھغه وخت مې هم عمران خان ته وئيلي وٶ چې د پاكستان خدمت كولو لپاره په تحريك انصاف كښې شاملېږم٬ ده ووئېل زه د خپلو ملاتړ كوٶنكو په خاص توګه د اېن اے 48٬ اېن اے 54 او د سوشل ميډيا د رضا كارو مننه كوم ٬ دا ځوانان او تعليم يافته خلق دي او د هېواد بهتري غواړي٬ ده ووئېل دې ځوانانو زما ملاتړ كړې ٬ زه د دوي جنون او جذبې ته سلام كوم او زه دا ګڼم چې د دوي د جنون او جذبې نه غېر عمران خان وزيراعظم نه شو جوړېدې٬ د اېن اے 48 او 54 د اولس مننه كوم٬ د وزارت د ذمه واريو په سوب زما د حلقې اولس د صبر او زغم څرګندونه كړې ځكه چې ما دوي ته صحيح وخت ورنه كړې شو۔ د خزانې وزير ووئيل نوې وزير چې هر څوك راځي ھغه به ستونزې لري٬ چې كله مو اقتدار ترلاسه كړو نو ھغه وخت سخته مرحله وه٬ ھغه لمحات د پاكستان د معاشي تاريخ خطرناك لمحات وٶ او زمونږ د معيشت د ډوبېدو اندېښنه وه٬ ده ووئېل مونږ سختې پرېكړې وكړې او معيشت مو رېسكيو كړو٬ دا مهال معيشت د استحكام په پړاٶ كښې دے٬ نوې وزير چې هر څوك راځي مشكلات به وي خو د اته مياشتو صورتحال به نه وي۔ د خزانې وزیر ووئيل مونږ بهترۍ پلو روان يو٬معیشت مخ په بهترۍ دې٬ ۔ ده ووئيل راتلونكې بجټ به د آئي اېم اېف د پروګرام عكاس وي٬ د خزانې وزير د آئي اېم اېف د پروګرام له مخې به د ترجيحاتو تعين كول وي ځكه چې هم د دې له مخې به د آئي اېم اېف د پروګرام تفصيلي نفاذ ممكن وي۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت ډېر قوي دے او چواېسز هم لري ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل زه د هېواد بهترۍ له سياست ته راغلې يم ٬ زه اسمبلۍ او وزارت كښې هېڅ خوښي نه لرم٬ زه په سازشونو باور نه لرم ما ته زما كپتان د يو كردار ترسره كولو وئيلي وٶ كوم چې ما ترسره كړو۔ ده ووئيل كله مې چې د خزانې وزات منصب ترلاسه كړو نو ھغه وخت مې هم دا وئيلي وٶ چې داسې پرېكړې به نه كوم چې ورسره اولس ته زيان ورسيږي ۔ ده ووئيل زه نن هم په دې خبره پوخ باور لرم چې نوې پاكستان به جوړېږي او عمران خان به د نوي پاكستان مشري كوي٬ پي ټي آئي كښې دې لپاره نه وم شامل شوې چې وزير جوړ شم ٬ اسد عمر ووئېل د كال 2013 په ټاكنو كښې مې هم ټكټ نه ٶ غوښتې ٬ د نوي پاكستان خواهش كرسۍ لپاره نه ٶ ۔ ده ووئيل زه د عمران خان په قیادت بشپړ باور لرم ٬ تحريك انصاف نه پرېږدم۔ ده ووئيل زما د بدلولو خبره تېره شپه شوې وه ٬وزیراعظم به په كابينه كښې ډېر زر د بدلون اعلان كړې ؤ ٬ د وزارت پرېښودو د وجوهاتو ذكر كولو سره ده ووئيل د هېواد معيشت سخت وخت څخه تېرېږي٬ مخالفه ډله هم فشار زياتولو لپاره بهانې لټوي٬ خو مونږ سختې پرېكړې كړې ٬ نوې ټيم به لږ وخت اخلي٬ ۔ ده ووئيل اته مياشتې مې د خزانې وزارت ذمه وارۍ ترسره كړې دي٬ كه د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند د 8 مياشتو تقابلي جاج واخستې شي نو سخت صورتحال او د بحران باوجود زمونږ كاركردګي د ھغوي نه ښه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نوې اقتصادي ډله به د بنيادي پاليسۍ په ډيزائن كښې هېڅ بدلون نه كوي٬ د پرېكړو د نفاذ پحقله ځينې بدلۍ كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ټېكنو كرېټس او د متنخب خزانې وزير دواړٶ فائدې او زيانونه وي٬ ټېكنو كرېټس زيات پوهېږي