پاكستان امن او استحكام باوري كولو لپاره خپل كردار تر رسه كوي ۔ د وزیراعظم عمران خان

APP106-26 BEIJING: April 26 – Prime Minister Imran Khan addresses during Luncheon hosted by China-Pakistan Friendship Association and China International Culture Communication Center. APP

بیجنګ 26 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاك چي اقتصادي لاره (سي پېك) پاكستان لپاره د كوم نعمت نه كمه نه ده ٬ سي پېك پاكستان له د نورو پرمختللې هېوادونو سره د برابر اودرېدو موقع وركوي٬ اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ لپاره امن او استحكام ضرورې دے٬ پاكستان امن او استحكام باوري كولو لپاره خپل كردار لوبوي۔ د وزیراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د پاك چين فرېنډ شپ اېسوسي اېشن او پاك چين كلچرل اېسوسي اېشن تر سېوري لاندې د ماسپخين د مېلمستيا دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د چېن اولس مشر شي جن پنګ د ستائنې جوګه دے چا چې په دې نړيوال فورم كښې نړيوالو مشرانو له بلنه وركړې او دې څخه د چين د زياتېدونكي اقتصادي قوت عكاسي كېږي۔ ده ووئيل په عامه توګه په وروڼو كښې د يو ورور پرِمختګ سره بل ورور حسد لري خو د پاك چين دوستۍ معامله جلا ده٬ پاكستان او چين وروڼه او ملګري هېوادونه دي او د چين په پرمختګ پاكستان هم خوشحالېږي۔ وزیراعظم ووئيل سي پېك د بېلټ اېنډ روډ اقدام مهمه برخه ده او دا پاكستان لپاره د نعمت نه كمه نه ده ٬ پاکستان د نړۍ نورو هېوادونو غوندې ستونزو سره مخ دے٬ پاكستان ته دې منصوبې څخه ډېره ګټه رسېدلې او رسي به٬ ده ووئېل دا مونږ لپاره نعمت دے او دې منصوبې پاكستان له د نورو پرمختللې قامونو سره د برابر اودرېدو موقع وركړې ، ده ووئېل سي پېك پاكستان كښې سرمايه كارو ته هم موقعې وركړې ۔ ده ووئيل چين د نړۍ په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې معيشت دے ٬ سي پېك سره به نه يوازې چين بلكې نورو هېوادونو څخه هم خلق سرمايه كارۍ لپاره پاكستان ته راځي۔ ده ووئيل زه د خپل هېواد له اړخه د سي پېك د بشپړ ملاټر اعلان كوم٬ ټول هېواد د سي پېك ملاتړ كوې ۔ وزیراعظم ووئيل په ابتدائي توګه سي پېك تر سړكونو او د توان سټېشونو پورې محدود منصوبه وه ٶ خو په دې كښې اوس پراختيا كړې شوې٬ د چین او پاکستان ترمېنځه مرسته كښې تنوع راغلې ٬ ده ووئېل پاکستان د كركيلې ٬ د غربت خاتمې٬ د زرعي او سائنسي ټېكنالوجئ په څانګو كښې د چين د معاونت خوښي لري٬مونږ ته معلومه شوې چې د چين پوهنتونونو مصنوعي ذهانت ته په وده وركولو كار پېل كړې ٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل دا مهال يو شمېر داسې ټېكنالوجۍ شته چې پكښې چين د نړۍ د پرمختللې قامونو نه وړاندې روان دے٬ مونږ دا اميد لرو چې چين به د ټېكنالوجۍ په وركړه كښې د پاكستان سره مرسته وكړي۔ وزیراعظم ووئيل په غربت كښې كمې د اهميت ور معامله ده٬ د انسانيت په تاريخ كښې چين ته په دې لحاظ سره ځانګړتيا ترلاسه ده چې ھغوي په 30 كالو كښې 70 كروړه خلق د غربت نه خلاص كړي ٬ ده ووئېل پاکستان د غربت خاتمې له د چين د مرستې طلبګار دے٬ د پاکستان حكومت د غربت او پسماندګۍ د خاتمې پروګرام پېل كړې ٬ ده ووئېل زمونږ خواهش دے او مونږ دا اميد لرو چې چين به په دې لړ كښې د پاکستان مرسته وكړي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ نه يوازې د چين سرمايه كاري بلكې په خاص اقتصادي زونز كښې هم د چين سرمايه كاري غواړو٬ د سي پېك له مخې يو شمېر اقتصادي زونز جوړېږي او دا د سي پېك برخه ده٬ عمران خان ووئېل مونږ دا اميد لرو چې چين به د خپل خاصو صنعتونه دې زونز ته منتقل كول باوري كړي او دې سره به پاكستان ته په برآمداتو كښې د اضافې كولو اسانۍ ترلاسه شي٬ ده ووئېل چین چې څنګه برآمدات زيات كړي او څنګه ئې صنعتونو ته وده وركړې مونږ اميد لرو چې پاكستان صنعتي هېواد جوړولو له به چين زمونږ مرسته دوامداره وساتي۔ وزیراعظم ووئيل اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ لپاره امن او استحكام ضروري دے٬ پاكستان امن او استحكام باوري كولو لپاره خپل كردار لوبوي٬ پاکستان د افغان مسئلې سياسي هوارې غواړي٬ ده ووئېل د طالبانو ٬ افغان واكمنو او امريكې ترمېنځه خبرو اترو كښې پاكستان خپل كردار لوبوي٬ مونږ دا اميد لرو چې افغانستان كښې به امن او استحکام راشي ځكه چې په افغانستان كښې بدامني او عدم استحكام سره د پاكستان پوله ايزې سيمې ځپلې كېږي۔ ده ووئيل پاكستان ايران سره هم ښې اړيكې لري او دې اړيكو ته لا وده وركول غٶاړي۔ وزیراعظم ووئيل هند سره مسئلې شته ٬ مونږ اميد لرو چې هند كښې د ټولټاكنو نه پس به پاك هند خبرې بيا پېل شي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مهذبې اړيكې رامخې ته شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان ګڼي چې د امن او استحكام نه غېر اقتصادي پرمختګ او سوكالي ممكنه نه ده او د پاكستان حكومت په دې كار كوي ۔ وزیراعظم ووئيل د چين عمر 70 او د پاكستان 71 كاله دے ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې د پېل څخه قوي