وزیر اعظم عمران خان او د تاجکستان اولس مشر امام علي رحمانوف د بېلټ اېند روډ د دوېم فورم په موقع ملاقات٬

APP69-26 BEIJING: April 26 - Prime Minister Imran Khan meets President of Tajikistan Emomali Rahmon on the sidelines of 2nd Belt and Road Forum 2019 on Friday. APP

بیجنګ 26 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د تاجکستان اولس شر امام علی رحمانوف د جمعې په ورځ بيجنګ كښې د بېلټ اېنډ روډ د دوېم فورم غونډې په مهال ليدلي دي۔ د ملاقات په مهال پاکستان او تاجکستان د توان او په نورو څانګو كښې دوه اړخيزه تګ راتګ زياتولو ته صلاح شوي او د “کاسا 1000 ” منصوبې په وخت بشپړولو لپاره ئې د عزم څرګندونه كړې ده ۔ دا خبرې دواړو مشرانو د جمعې په ورځ د بېلټ اېنډ روډ د دوېم فورم په مهال كړې۔ وزیراعظم عمران خان په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې اړيكې او د شريك كار پراختيا په اړه خبرې وكړې۔ د ملاقات په مهال د نورو چارو نه علاوه په مواصلاتي رابطو او د توان په اړه د مرستې په چارو هم خبرې وشوې ٬ دواړو مشرانو په سياسي اړيكو ٬ د لوړې كچې تبادلو٬ تجارتي ٬ اقتصادي رابطو او په سيمه ايز وضعه هم خبرې كولو سره د كاسا 1000 منصوبې د پېشرفت هم جاج واخست او دغه په وخت بشپړولو لپاره ئې د عزم څرګندونه وكړه۔