وزيراعظم عمران خان قوم سره چا نه د ډكټېشن نه اخستو لوظ كړې۔ د پاكستان پرېكړې به اوس پاكستان كښې كېږي بهر نه۔ علماﺀ كرام د انبياﺀ علېهم السلام وارثان دي ٬ مونږ له به علماﺀ كرامو ته عزت وركول وي۔ خپل كردار او عمل به د خپل رب د احكاماتو ترمخه كول وي۔ د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي اسلام آباد كښې پېغام اسلام كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد۔ 14 اپرېل(اے پی پی ) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي وئيلي دي وزيراعظم عمران خان قوم سره وعده كړې چې هغه به چا نه ډكتېشن نه اخلي۔ د پاكستان پرېكړې به اوس پاكستان كښې كېږي پاكستان نه بهر نه۔ علماﺀ كرام د انبياﺀ علېهم السلام وارثان دي ٬ مونږ له به علماﺀ كرامو ته عزت وركول وي۔ مونږ له به خپل كردار او عمل د خپل رب د احكاماتو ترمخه كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ جناح كنونشن سنټر اسلام آباد كښې پېغام اسلام كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل لوئے څښتن د كعبې امام په يو ارب 75 كروړه مسلمانانو كښې خوښ كړې دې۔ ده سره په ملاقات كولو ماته خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل شكر دې چې لوئے څښتن مونږ د ګران پېغمبر علېه السلام امتيان جوړ كړې يؤ۔ دغې رب مونږ آزاد وګړي جوړ كړې يؤ۔ ده ووئيل علماﺀ كرام د انبياﺀ علېهم السلام وارثان دي۔ ده ووئيل كه څوك دا ګڼي چې پاكستان د چا په اشاره كار كوي نو دا د ده غلط فهمي ده۔ ده وويئل د پاكستان پرېكړې به پاكستان كښې كېږي۔ ده ووئيل علماء کرام ممبر څخه بايد د جوړ پېغام وركړي۔ څوك چې د رياست په ضد ودرېږي مونږ ټول به د هغه په ضد ودرېږو۔ ده ووئيل تېره ورځ ماته د كعبې امام سره په ملاقات خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل ټول پاكستاني وګړي بايد د كعبې د امام تود هركلې وكړي۔